Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند ګرشک کې «عامه کتابتون» پرانېستل شو

کتابتون- کتابخانه- کتاب- book

د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري عامه کتابتون جوړ او نن «سه‌شنبه، سلواغې نهمه» ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمدحنیف وايي چې دې کتابتون کې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه موجود دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ هلمند کې د ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو د ودې لپاره هڅې کوو. د ګرشک عامه کتابتون د دې لړۍ یوه برخه ده چې شاوخوا درې زره جلده کتابونه لري. په نږدې راتلونکي کې به د کتابونو شمېر نور هم زیات کړو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حافظ عبدالباري راشد وویل: «د کتابتونونو جوړول زموږ لومړیتوب دی. موږ هڅه کوو چې په ټولو ولسوالیو کې خلک د کتاب لوستلو سره بلد کړو، ځکه علم د پرمختګ بنسټ دی.»

بل‌خوا د ګرشک اوسېدونکي د یاد کتابتون پرانېستې په اړه وویل چې د ځوانانو د زده‌کړو او مطالعې په وده کې به دا کتابتون مهم رول ولوبوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ګرشک اوسېدونکو هیله څرګنده کړه چې د دې کتابتون له لارې به ځوان نسل علمي وده وکړي او د مطالعې سره به لازیاته لېوالتیا پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام