Asset 1SWN

هرات کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو

cffb11b2-f794-4365-9449-0c46b75d71ae

په هرات کې چارواکي وايي چې د حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، په دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د کمپیوټري نسخې لیکلو بهیر پیل شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا د نظارت او ارزونې امریت غړی، خان‌محمد تیموري وايي چې دا ګام د هغو ستونزو د حل لپاره اخیستل شوی چې د لاسي او نه لوستل‌کېدونکو نسخو له امله رامنځته کېدې.

 د هغه په وینا، ټاکل شوې چې دا بهیر به په تدریجي ډول د هرات په ښار او ولسوالیو کې د ټولو روغتیايي مرکزونو تر کچې پلی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تیموري زیاتوي چې د کمپیوټري نسخو کارول رسمي ډول پیل شوی او تمه کېږي چې دا نوې پروسه به په هرات کې د نسخې لیکلو دودیزه طریقه بدله کړي.

له دې وړاندې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم خلکو د قلمي نسخو پر ځای د کمپیوټري نسخو د دودولو غوښتنه کړې او چارواکو هم د کمپیوټري نسخو د لیکلو او دودولو ژمنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام