Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی: پېرېدونکي نه‌لرم

غزني پوستین ګنډونکی

عبیدالله نوري چې ۴۵ کاله عمر لري، د غزني ښار یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی دی؛ خو د بازار سوړوالي او اقتصادي ستونزو اړ کړی چې په کور کې کار وکړي، ځکه ښار کې یو مشخص کارځای نه‌لري.

دی په یوه کوچني خونه کې د ګنډلو یوه زاړه ماشین شاته ناست دی او د پوستکي ټوټې یو ځای ګنډي چې له هغه پوستین، بالاپوش او چپنې جوړې کړي.

نوري دا مهال یوازې د غزني له څو ولسوالیو محدود شمېر پیرودونکي لري چې ډېری یې د ژمي لپاره چپنې او پوستین ورته فرمایش ورکوي.

«د ښځو لپاره بالا‌پوشونه هم برابروو، واسکټونه هم جوړوو. د اندړ، مقر او ګیلان ولسوالیو څخه پېرېدونکي لرو. اوس مهال پوستین‌ ګنډل د سقوط په حال کې دی، یا هم مخ په سقوط دی. هېڅ پېرودونکی نه شته. یوازینی بازار مو همدا دوه ولسوالۍ دي.»

نوري وایي، پخوا غزني کې ډېر کسان د پوستین‌ګنډلو په صنعت بوخت وو او د دوی تولیداتو ته نه‌یوازې له نورو ولایتونو، بلکې د سیمې له هېوادونو هم پېرېدونکي ورتلل.

«وايي چې په زوړ غزني ښار کې دوکانونه ول، له دوه درې سوه زیات پوستین‌ ګډونکي وو. وایي له شوروي، تاجکستان، قرغیزستان او نورو منځنۍ آسیا هیوادونو پېرودونکي او سوداګر راتلل، فرمایشونه به یې ورکول، د لسو، دولسو غوټو بالا‌پوشونه او واسکټونه به یې فرمایش کول.»

نوري دا کسب له خپل پلار نه زده‌کړی چې اوس د غزني ښار ختیځ کې د « سلطان محمود غزنوي روضې» په کلي کې د دغه پخواني او دودیز مسلک د ژوندي ساتلو هڅه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو دا کسب نور د پخوا په څېر د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولی او نوري هم اړ شوی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر وخت په کرنه کې تېر کړي.

«پخوا مې په کابل کې مصروفيت درلود، په یوه دفتر کې مې کار کاوه. اوس مې دنده کرنه ده، په خپل کلي کې چې کیوان نومېږي، یو ځای شته. هلته اتلس یا نولس جریبه ځمکه ده او له هماغې لارې د کچالو او غنمو په کرلو سره د خپلې کورنۍ د ژوند اعاشه برابرووم.»

ښاغلی نوري د دې لپاره چې د پوستین‌ګنډلو صنعت له هېرېدو وژغورل شي، د دې دودیز مسلک لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

هغه وایي، که د غزني د پوستین‌ګنډلو د تولیداتو لپاره بازارموندنه ونه‌شي، دا لرغونی صنعت به بشپړ له منځه لاړ شي.

«له اسلامي امارت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دې مسلک ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا د له منځه تلو په حال کې دی. خدای مه کړه داسې نه شي چې زما له مرګه وروسته دلته نور هیڅ پوستین‌دوز پاتې نه شي. لږ تر لږه دې موږ ته د بازاریابۍ زمینه برابره شي، یو دوکان، یو فرصت دې راکړل شي. کله چې بهرني مېلمانه راځي، یا څوک دلته راځي، لږ تر لږه دې موږ یو مشخص آدرس ولرو چې ووایو: په فلاني دوکان کې پوستین‌دوزي دی، که فرمایش لري، زه یې ورته جوړ کړم.»

پوستین‌ګنډب چې د غزني پخوانی صنعت دی او په کې د څارویو پوستکي د لباسونو په ځانګړې توګه د کورتیو او واسکټونو جوړولو لپاره کارول کېږي اوس د لمنځه تلو ګواښ سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام