Asset 1SWN

لوګر کې د کانګفو یو ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې

85daff72-025b-4005-96bf-1006e6c3a80c

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د کانګفو ورزش فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د کانګفو یو ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امری انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د لوګر ولایت د پنځه ولسوالیو په کچه جوړې شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، په جوړیو شویو سیالیو کې د ولایت په کچه ۸۰ غوره ورزش‌کارانو ګډون کړی وو.

نعیم‌زي زیاته کړه:«د کانګفو له جوړیو شویو سیالیو څخه موخه د ولایت په کچه کانګفو ورزش ته وده ورکول، د ورزش کارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول وو.»

د بدني روزنې امر همداراز وویل چې د جوړیو شویو سیالیو لومړی مقام د احمدولي کلب، دوېم مقام د څرخ ولسوالي کلب او دریېم مقام روغتیا کلب ترلاسه کړ.

د نوموړي په وینا، په پام کې ده چې له دې وروسته د سوېل‌ختیځ زون په کچه د کانګفو ورزش ورته سیالي جوړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام