Asset 1SWN

سلام وطندار

د ناروې اف‌۳۵اې‌ جېټ الوتکو په لومړي ځل پر سړک ناسته کړې

An F-35A Lockheed Martin fighter jet lands on a motorway, in Tervo, Finland September 21, 2023. NTB/Ole Andreas Vekve via REUTERS

د ناروې «اف‌۳۵اې» دوو غبرګو جېټ الوتکو د لومړي ځل لپاره د پوځي تمریناتو پرمهال فنلنډ کې پر «موټر وې» یا د موټرو د لویې لارې پر سړک ناسته کړې.

چارواکو دغه ګام له دې امله اخیستی چې څنګه وکړای شي، د جګړې پر مهال د لویو لارو پر سړکونو د جېټ الوتکو د ښکته کېدو پرمهال د احتمالي زیانونو مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو دوو جېټ الوتکو د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه د پولنډ مرکز «ټېرفوو» کې ناسته کړې ده. د ناروې پوځ ویلي، د یادو جېټ الوتکو له ښکته‌کېدو وروسته په بېړنۍ توګه یې ټانکۍ له تېلو ډکې او بېرته یې الوتنه کړې ده.

د ناروې د هوايي ځواک مشر رولف فوولنډ په یوه بیان کې ویلي: «جېټ الوتکې پر ځمکه د ښکته‌کېدو پر مهال زیانمنونکې دي، نو له دې امله له کوچنیو هوايي ډګرونو او اوس د لویو لارو له سړکونو په استفادې به جګړه کې موږ ته پایښت راکړي.»

فنلنډ چې د روان کال په اپرېل کې له ناټو سره یوځای شو، له روسیې سره ۱۳کیلومټره کیلومټره اوږده پوله لري. ناروې د ناټو له بنسټګرو څخه دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د اف‌۳۵ یوه بله ډول جېټ الوتکه اف‌۳۵بي‌ چې پر لویو لارو د ښکته‌کېدو وړتیا لري او ناستې یې هم کړي، خو دا د اف‌۳۵ جېټ الوتکې لومړۍ ناسته وه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام