Asset 1SWN

د هېواد په سړو سیمو کې نوی «۱۴۰۴» ښوونیز کال پیل شو

GmecxaRbAAAE7vC

د هېواد په سړو ولایتونو کې د ۱۴۰۴ لمریز ښوونیز کال یو ځل بیا  له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو له شتون پرته پرانېستل شو.

د پوهنې وزارت سرپرست نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته پام کړی او د ښوونځیو او پوهنتونونو نصاب به د افغاني کلتور سره سم  جوړ کړي.

هغه وویل: «اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته پام کړی او اوس اړتیا ده چې د عصري علونو برخه کې پرمختګ وکړو، ډاکټر او درملو ته اړتیا لرو او دوه کاله کېږي چې پر نصاب کار روان دی چې د ښوونځي نصاب اصلاح شي او افغاني فرهنګ سره سم  جوړ شي.»

د نوي ښوونیز کال په پیل سره، یوشمېر زده‌کوونکي له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې هېواد کې د زده‌کړې کیفیت ښه‌والي ته پام وکړي.

د حبیبیې لېسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکی احمدشبیر سیرت سلام‌وطندار ته وايي: «په ښوونیزه برخه کې د لومړۍ او دویمې دورې ښوونکي پوره دي او د درېیمې دورې نه‌دي پوره او هغه ښوونکي چې ماسټري او دوکتورا لري، باید پوهنې ته جذب شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سیدعلي اکبر حسیني چې د فاضل بېک لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکی دی، وویل: «باید پوهنې وزارت مېز، څوکۍ او ډسپلین، کتابونو او درسي موادو ته پام وکړي، څو په ښه چاپېریال کط زده‌کړې وشي.»

یوشمېر زده‌کوونکې چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې ښوونځیو ته له تګ څخه راګرځول شوي، د نجونو ښوونځیو د بیاپرانېستلو غوښتنه کوي.

زینب یوسفي چې د کابل په اریانا لېسه کې د نهم ټولګي زده‌کوونکې ده، وویل: ««هو، تل مو د دې هیله درلوده، نه یوازې ما، بلکې ټولو نجونو هیله درلوده چې د نجونو لپاره ښوونځي به خلاص شي، خو داسې ونه شول. دوی څو ځله په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې ښوونځي به د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره خلاص شي، خو داسې ونه شول او موږ غواړو چې ښوونځي مو بېرته خلاص شي.»

د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوس مهال په هېواد کې ۴۴ زره  ښوونځي اومدرسې فعالیت کوي، او له ۱۰ ملیون څخه ډیر زده کونکي پکې زده کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام