اېنبېاې «نېشنل باسکېټبال اسوسیشن» د لوبېدو خپرېدو ۱۱کلن هوکړهلیک چې ارزښت یې، ۷۷ میلیارډ ډالر دی، له امازون، ډیزني او کامکاسټ شرکتونو سره لاسلیک کړ.
اېنبياې په وروستیو شېبو کې د وارنر بروز وړاندیز ونهمانه او له دغه رسنیز شرکت سره یې، د شاوخوا ۴۰کلنو کار وروسته، هوکړهلیک لغوه کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اېنبياې راتلونکي فصل کې به یاد نوي شرکتونه د لوبو خپرېدو او اړوند اعلانوتو او نورو نشراتو د خپرېدو حق ولري.
اېنبېاې ویلي چې هر فصل کې به ۷۵ لوبې له تلوېزیون خپرې شي چې د اوسني هوکړهلیک له مخې، یوازې ۱۵ لوبې اضافه شوې دي.
د اېنبېاې کمېشنر ادام سېلور وویل: «له امازون، ډیزني او اېنبيسي یونیورسل «کامکاسټ» د خپرېدو هوکړهلیکونه به امریکا او نړۍ کې د اېنبېاې لوبو مینهوالو او کتونکي زیات کړي.»
هغه زیاته کړه: «دغه شرکتونه به زموږ محتوا په پراخه توګه او د بېلابېلو پلېټفارمونو پرمټ خپاره کړي چې راتلونکې لسیزه کې به د مینهوالو د تجربو په بدلون کې مرسته وکړي.»
اېنبېاې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له وارنر بروز سره د سیالیو خپرېدو او اعلاناتو هوکړهلیکونه درلودل چې یاد شرکت ترې، ښه ګټهوټه ترلاسه کوله.