د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري نن شنبه، لړم درېیمه د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.
اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «۸ پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې. همدارنګه پنځه پروژې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال په منظور شویو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یوشمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه، د میدانوردګ د لوړو زدهکړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.