Asset 1SWN

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۴.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې الګو ټاکلې

سروی الگو پشتو-03

د الګو تعریف

الګو، هغه کسان دي چې پر خپلو کړنو او چلند سره د نورو لپاره لار روښانوي. الګو کېدای شي چې مثبتې او الهام بښوونکې ځانګړتیاوې ولري او له خلکو سره مرسته وکړي، څو خپلو موخو ته ورسېږي او د ژوند کیفیت ښه کړي.

د مسلې بیان

په هره ټولنه کې د ځوانانو له لوري د الګو ټاکل، د هماغې ټولنې د خلکو د چلند او لیدلوري په جوړولو کې ډېر ارزښت لري. خلک د دې لپاره چې وکولای شي، خپل ژوند او لیدلوری ښه وټاکي، الګو ته مراجعه کوي او د خپل لیدلوري او افکار سره سم خپله الګو ټاکي. الګو ښايي سالمه او ناسالمه وي، په همدې دلیل، ټاکنه یې، هم د خلکو ترمنځ توپیر لري.

خلک په ځانګړې توګه ځوانان د دوی د پوهې، عامه‌پوهاوي، فکر، شخصیتي ځانګړتیاوې، ژوند د افرادو لید، شهرت او نورو مواردو له اړخه خپله الګو ټاکي. پر دې پوهېدل چې ځوانان څنګه او له کومو سرچینو خپلې الګو ټاکي او پر ژوند یې، اغېز څه ډول دی، مهمه موضوع ده او د همدې لپاره سلام‌وطندار د ځوانانو ژوند کې د الګوټاکلو، د الګو بڼې او د ټاکلو څرنګوالي اړوند موضوعاتو ارزونې لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې له ۵۴۷ ځوانانو ترمنځ نظرپوښتنه کړې، څو روښانه کړي چې افغانستان کې ځوانان کومې څېرې د خپلې الګو په توګه ټاکي، کومې ځانګړتیاوې د الګو ټاکلو لپاره ورته مهمې دي او ژوند یې، اغېز څه ډول دی.

د څېړنې مخینه

د الګو، د الګو ځانګړتیاوو، د خلکو ژوند کې د الګو ټاکلو اړتیا، د الګو ټاکلو ګټې او نور موضوعاتو په اړه د رسنیو، ښوونیزو بنسټونو او موسسو له لوري مقالې او څېړنې شوي، خو د ځوانانو ترمنځ په روښانه توګه د الګو ټاکلو څرنګوالي او بڼې په اړه میداني څېړنه نه‌ده شوې.

سلام‌وطندار د ځوانانو ژوند کې د الګو رول ارزونې لپاره په ۲۶ ولایتونو کې د ۶۴۷ ځوانانو ترمنځ نظرپوښتنه کړې، څو په نمونه‌يي توګه د ځوانانو ترمنځ د الګوټاکلو او الګو بڼه مشخصه کړي.

د څېړنې اصلي پوښتنې

  1. ایا ځوانان خپل ژوند کې الګو لري؛
  2. افغانستان کې ځوانان څنګه او د کومو ځانګړتیاو له مخې، الګو ټاکي؟
  3. افغانستان کې د ځوانانو پر ژوند او پرمختګ د الګو اغېز څه ډول دی؟

د څېړنې موخې

  1. د عمومي هدف په توګه د هلکانو او نجونو ترمنځ د الګو ارزونه؛
  2. د ځوانانو پرمختګ کې د الګو منفي او مثبتو اغېزو ارزونه؛
  3. د دې ارزونه او تحلیل چې ځوانان تر ډېره کوم خلک د الګو په توګه ټاکي؛

د څېړنې نېټه

دغه څېړنه د نږدې یوې نیمې میاشتې په موده کې «د روان کال د جولای ۱۸مې څخه د اګسټ ۲۷مې پورې» ترسره شوې.

تحلیل

د دې څېړنې کمیت ته په پام سره راټول شوي معلومات د ګوګل ډاکومنټ څخه په استفادې د پوښتنو د وېش له لارې برابر شوي او د «SPSS» پروګرام په مرسته تحلیل او تجزبه شوي دي.

د څېړنې ننګونې

د ځوانانو د الګوټاکلو په اړه د څېړنې د مخینې نشتون ته په پام او دې نظرپوښتنه کې د ګډون لپاره د باور او لېوالتیا نشتون، د دې نظرپوښتنې د ترسره کولو پرمهال له لاندې ننګونو سره مخ وو.

د یادې موضوع په اړه د عامه پوهاوي نشتون په دلیل د ځوانانو ترمنځ د الګو او الګو بڼې ارزونه د دې نظرپوښتنې له اصلي ننګونو څخه و چې ورسره مخ شوو.

  • نظرپوښتنه کې د ځوانانو د ګډون د لېوالتیا نشتون
  • د نظرپوښتنې په اړه د عامه پوهاوي او کافي اطلاعاتو نشتون.
  • د څېړنې لپاره د نمونو د حجم بشپړتیا

متغییرونه

افغانستان کې د ځوانانو الګو، د ځوانانو ترمنځ د الګو بڼه، د ځوانانو ژوند کې د الګوټاکلو رول، د دې نظرپوښتنې متغییرونه دي.

د راپور لنډیز

بشپړ راپور

سلام‌وطندار د ځوانانو ژوند کې د الګو رول ارزونې لپاره په لومړي ځل دغه نظرپوښتنه کړې، څو روښانه کړي چې ځوانانو د کومو معیارونو پربنسټ، خپلې الګو ټاکي.

دغه نظرپوښتنه په ۲۶ ولایتونو کې شوې چې بلخ په ۱۷.۵سلنه تر ټولو ډېر او نیمروز په ۰.۲سلنې سره د ګډونوالو تر ټولو ټيټه کچه لري.

په دې سروې کې د ۶۴۷ ګډونوالو له ډلې، ۳۷۰ هلکان او ۲۷۷ نجونې دي.

د نظرپوښتنې ګډونوال د عمر بېلابېلو کچو کې شتون لري؛ ۴۶.۵سلنه ګډونوال له ۲۰ تر ۲۵ کلونو، او ۱۱.۷سلنه هم د ۳۵ او ۳۳ کلونو ترمنځ دي.

په سروې کې د ځوانانو د تحصیل کچه هم توپیر لري چې ۶۰.۰سلنه ګډونوال د لېسانس، ۳.۲سلنه ماسټري، ۲۷.۴سلنه له ښوونځي فارغ او ۹.۴سلنه هم لومړنۍ زده‌کړې لري.

د دې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ۸۴.۷سلنه ځوانانو د خپل ژوند بېلابېلو برخو کې الګو ټاکلې او ۱۵.۳سلنه بیا هېڅ الګو نه‌لري.

دې نظرپوښتنه کې د الګوټاکلو څرنګوالی هم ارزول شوی چې ښيي، ۷۷.۹سلنه ګډونوالو په خپله الګو ټاکلې، د ۱۱.۷سلنه بیا کورنیو ټاکلې، ۶.۸سلنه هم ښوونکو او ۳.۶سلنه بیا ملګرو ټاکلې ده.

د سروې د موندنو پر بنسټ، د ۸۲.۱سلنه ګډونوالو ژوند کې د الګو ټاکلو مثبت اغېز او الهام بښوونکی، ۱۳.۹سلنه باندې عادي اغېز، د ۰.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې منفي اغېز او د ۳.۳سلنه ګډونوالو باندې هېڅ اغېز نه‌درلود.

اوسنۍ نړۍ کې ځوانان د بېلابېلو لارو څخه په استفادې د خپل ژوند الګو ټاکي؛ داسې چې ۳۲.۶سلنه ګډونوالو ویلي، د ژوند الګو د کتاب لوستلو، ۲۶.۹سلنه هم د ټولنې، ۲۵.۵سلنه هم د رسنیو او ۱۵.۰سلنه هم د کورنیو په مرسته ټاکلي دي.

د سروې ګډونوالو بېلابېلې څېرې د الګو په توګه ټاکلي دي. ۵۴.۹سلنه ګډونوالو مشهورې څېرې، ۲۸.۸سلنه د کورنۍ غړي، ۱۰.۴سلنه دیني عالمان او ۵.۸سلنه شتمن خلک په خپل ژوند کې د الګو په توګه ټاکلي دي.

۷۵.۴سلنه ګډونوالو خپله الګو د پوهې او علم، ۹.۵سلنه د ځان او الګو ترمنځ د ګډو معیارونو پر بنسټ، ۷.۷سلنه د شهرت پراساس، ۴.۶سلنه د قدرت او ۲.۹سلنه هم د پیسو او شتمني پر بنسټ الګو ټاکلي دي.

د سروې د ۶۴۷ کسانو له ډلې، ۵۰.۷سلنه د افرادو د پرمختګ او پوهې پربنسټ، ۴۶.۵سلنه د شخصیت او اخلاقو او ۲.۷سلنه نورو بیا د افرادو د پوښښ له مخې، دوی د خپلې الګو په توګه ټاکلي دي.

د سروې ۶۲.۵سلنه ګډونوالو د اخلاق، پوهې او بحران مدیریت، ۳۶.۴سلنه د پرمختګ او بریالیتوب او ۱.۱ سلنه نور بیا د افرادو د پوښښ له امله دوی د خپلې الګو په توګه ټاکلي دي.

یوشمېر ځوانانو خپل ژوند کې یوازې یوه ثابته الګو ټاکلې، خو یوشمېر نور بیا لېواله دي چې ژوند کې بېلابېلې الګو وټاکي یا بدلون ورکړي.

د دې سروې ګډونوال همداراز ثابت او متغیرې الګو درلودې؛ داسې چې ۴۲.۰سلنه ګډونوالو ژوند کې هېڅ الګو نه‌درلوده، ۲۸.۸سلنه یوه یا دوه، ۱۶.۴سلنه څو وارې الګو بدله کړې او ۱۲.۸سلنه هم د خپلې الګو بدلون کې ډاډمن نه‌دي.

وړاندیزونه

  1. حکومت باید د ښوونیزو او فرهنګي پروګرامونو په جوړولو سره، ځوانانو ته مثبت او الهام بښوونکې الګو وټاکي، څو ځوانان د دې الګو په پېژندلو سره خپل ژوند کې ترې ګټه واخلي.
  2. حکومت کولای شي چې ځوانانو ته د ښوونیزو او ټولنیزو مشارکتي فرصتونو سرچینو ته د لاسرسي لپاره زمینه برابره کړي، څو ځوانان د بریالیو الګو په پېژندلو سره، د دوی له تجربو ګټه واخلي او ټولنه کې فعاله ونډه ولري.
  3. د ځوانانو ملاتړي بنسټونه کولای شي چې د مثبت او منفي الګو سره د اشنايۍ لپاره ځانګړې ښوونیزې دورې جوړې کړي، څو ځوانان د دې الګو په تفکیک سره، له تجربو یې، الهام واخلي او له تېروتنو لرې واوسي.
  4. رسنۍ په علمي، فرهنګي، ورزشي او… ډګرونو کې د الګو پېژندلو په تړاو د خپرونو په جوړولو سره ځوانانو ته انګېزې ورکولو کې مرسته کوي او د دوره‌يي راپورونو په خپرولو سره د دې پروګرامونو اغېزې زیاتولی شي.
  5. ښوونیز بنسټونه دې د ځوانانو اړتیا او چلند‌پېژندنې برخه کې پراخې څېړنې وکړي او د پایلو پر بنسټ یې، د چلند ښه‌والي او تقویت لپاره حل لارې وړاندې کړي.
  6. ښوونیز بنسټونه کولای شي چې درسي منځ‌پانګه داسې تنظم کړي چې ځوانان د زده‌کړو ترڅنګ، د مثبت الګو ټاکلو ته وهڅول شي او مثبت ارزښتونه تقویت شي.
  7. کورنۍ باید خپلو اولادونو ته د مناسبې الګو ټاکلو او پېژندنه کې رغنده رول ولوبوي؛ ځکه د ژوند په دې پړاو کې د الګو ټاکل، د ځوانانو راتلونکی ټاکلی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام