د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خوست کې د ملي ټلویزیون د دوو خبریالانو، عبدالغفور عابد او عبدالظاهر صافي، د وژل کېدو پېښه غندلې ده.
وزارت ویلي، دغه خبریالان د اسلامي امارت او د پاکستاني ځواکونو د نښتې د راپور جوړولو پرمهال د پاکستاني پوځ د برید له امله شهیدان شوي دي.
وزارت دا پېښه د «دښمن کمزوري» بللې او ټینګار یې کړی چې پر خبریالانو بریدونه د اسلام، انسانیت او اخلاقو له اصولو سره په ټکر کې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستان ټولنې هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا کار د حقیقت د غږ د چوپولو هڅه او د افغانستان د حاکمیت سپکاوی دی.
دغه خبریالان تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو د بریدونو پرمهال شهیدان شوي چې د چارواکو په وینا، په قصدي توګه په نښه شوي دي.