Asset 1SWN

مالیې وزارت د دوو بهرنیوبنسټونو ۲.۷ میلیارډ افغانۍ پور بېرته ورکړی

مالیې وزارت۱

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې یاد وزارت د مخکیني حکومت پرمهال له یو‌شمېر بهرنیوبنسټونو د اخیستل شویو پورونو له ډلې، ۲.۷ میلیارډ افغانۍ پور بېرته ورکړی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، وږي ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد پور څخه ۹۱۰ میلیونه افغانۍ نړیوال بانک او ۱.۹ میلیارډ افغانۍ هم د اسیا پراختیايي بانک ته بېرته ورکړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مالیې وزارت د روان ۱۴۰۳کال پرمهال پور ورکوونکو بهرنیو بنسټونو ته له ملي بودیجې څخه ځانګړې اندازه پیسې په پام کې نیولي چې د یاد وزارت په وینا، د مشرتابه په لارښوونه او د پورورکوونکو بنسټونو د غوښتنو پر بنسټ به ادا شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مالیې وزارت همداراز لیکلي چې سرپرست حکومت د څه باندې درېوو کلونو پرمهال له هېڅ هېواد پور نه‌دی اخیستی او په وینا یې، هڅه کوي، څو له مخکیني حکومت پاتې پورونه هم بېرته ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام