Asset 1SWN

سلام وطندار

د پوهنې وزارت ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې ۲۳۸ ښوونځي او مدارس رغولي

ښوونځي رغولي

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د زده‌کوونکو لپاره معیاري، خوندي او سالم زده‌کړه‌ییز چاپیریال برابر کړي.

هغه ویلي، د پوهنې وزارت له لوري د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل راهیسې ٢٣٨ ښوونځي او مدارس رغول شوي او ٩٧٠ بابه مدارس او ښوونځي ترمیم یا بیارغول شوي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت له حاکمیت څخه را په دې خوا مدارسو او ښوونځیو ته ١٣٦٨ ودانۍ جوړې شوي او ټولټال ٣٩٧٠  بابه ودانۍ ترمیم او بیارغول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام