Asset 1SWN

سلام وطندار

د هوا پېژندنې ریاست ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی

Boys play in a park during snowfall in Kabul on December 29, 2022. (Photo by AFP)

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (شنبه، قوس ۲۹) د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی.

دغه ریاست یوه اطلاعیه کې ویلي، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، پروان، کاپیسا، لغمان، کابل، میدان‌وردک، بامیان، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، غور، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، دایکندي او خوست ولایتونو کې د واورې او باران احتمال شته.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اطلاعیه کې ویل شوي چې مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو او د واورې هم له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې ووسي.

د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په شمول مرکزي ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۷۹ کیلومترو پورې ووسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام