Asset 1SWN

سلام وطندار

د هواپېژندنې ریاست ۲۱ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

Boys play in a park during snowfall in Kabul on December 29, 2022. (Photo by AFP)

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن شنبه (د کب۲۳مه) په هېواد کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.

د دې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غور، سرپل، دایکندي، بامیان، سمنګان، میدان‌وردګ، خوست، غزني، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌متره او د واورو اندازه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي‌مترو پورې اټکل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه ویل شوي چې په سوېلي ولایتونو کې د نسبتاً تندو بادونو د لګېدو احتمال هم شته چې چټکتیا یې ښايي له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره په ساعت پورې ورسېږي.

د هواپېژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د سختو اورښتونو او بادونو له امله دې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام