د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د کابل-کندهار لویې لارې د سړک پنځمې برخې چارې بشپړې شوې. د دوی په وینا، د یاد سړک ساتنې به بشپړ پام او څارنه کوي او ډېر وزن لېږدېدونکو موټر مخه به نیسي.
د کندهار د والي مرستیال مولوي محمدصادق انقلابي وویل: «د سړک ساتنې لپاره د ټولګټو وزارت لهخوا خاصه پاملرنه شوې چي د لارې په اوږدو کې یې، د لوړ وزن کنترول لپاره ترازوګان ایښي دي او چاته اجازه نهورکوي چي لوړ وزن بار انتقال کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی زیاتوي چې د لارې په اوږدو کې د لوړ وزن کنټرول لپاره تلې لګول شوي، څو د سړک د دوامداره ساتنې ډاډ ورکړل شي.
د سوېلزون د ټولګټو پروژو مسوول شېرحسن خوشیوال بیا سلاموطندار ته وویل: «دا سړک د افغانستان د داخلي انجینرانو لهخوا رغول شوی. دلته کوم بهرني انجینر پهدې رغنیزه برخه کې ونډه نده اخیستې چې دا ډېره د ویاړه خبره ده.»
بلخوا د یادې لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي د دې لارې د بشپړ جوړېدو غوښتنه کوي.
د یادې لارې یوه موټرچلوونکي محمدرحیم وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د دې لویې لارې د جوړېدو چارې نورې هم چټکې شي، اوس هم دا لاره تر ډېره جوړه شوې، ځکه موټران ټکرونه کوي، باید تر دې هم ښه جوړه شي.»
د کابل-کندهار لویې لارې مسافر وحیدالله وویل: «ټرافیکي مشکلات اوس تر پخوا ډېر لږ شوي، ځکه پخوا به لاره خامه وه، ګرد او غبار به وو، غټ او کوچني موټران به ډېر په تکلیف وه، اوس ډېر خوشحاله یوو.»
په همدې حال کې یو بل موټرچلوونکی محمدهاشم وايي: «اوس ټول مسافر په ډېرې اسانۍ په خیروخیرت رسیږي. اوس دا ټکرونه او موټر چپهکیدو ستونزې ډېرې کمې شوې دي.»
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل-کندهارلویې لاري د لومړۍ برخې د رغونې چارې هم چې اووه شرکتونه پرې کار کوي، د بشپړېدو په حال کې دي.