Asset 1SWN

سلام وطندار

اندونیزیا کې د «ای‌فون‌۱۶» پلور لاهم بند دی

Apple-iPhone-16-Pro-Max-telephoto-1024x805

اندونیزیا کې د اپل موبایل جوړولو شرکت څانګې مسوولان وايي، که څه هم د یاد هېواد له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي، خو د ای‌فون‌۱۶ پلور ته لاهم اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

اندونیزیا تېرکال د یاد شرکت نوی ای‌فون‌۱۶ موبایل پلور له دې امله بند کړی چې د دغه هېواد د قانون له مخې باید، یاد شرکت په خپل تولید شویو توکو کې د اندونیزیا ۳۵سلنه مواد وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اندونیزیا د قانون پر بنسټ، هر هغه شرکت چې غواړي دغه هېواد کې خپل توکي وپلوري، ۳۵سلنه توکي یا پرزې یې، د یاد هېواد دننه تولید شوي او کارول شوي وي.

د اندونیزیا د صنعت وزیر اګاس ګومیوانګ کارتاساسمیتا څرګنده کړې چې اپل سره هوکړې ته رسېدلي، څو د سنګاپور سوېل باتام ټاپو کې خپله «اېرټګ» اله جوړه کړي، خو دغه تولید د ای‌فون لپاره د اندونزیا د کورنۍ پرزو کارونې قانون سره سم نه‌خوري.

هغه وویل: «د دې وزارت لپاره هیڅ داسې څه نشته چې د اپل  ای‌فون‌۱۶ لپاره د خرڅلاو اجازه وکړي، ځکه چې دا مرکز او اسانتیاوې هېڅ مستقیم تړاو نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تمه ده چې د یاد امریکايي شرکت تولید په ۲۰۲۶کال کې پیل شي او اندونیزیا اقتصاد ته به یو میلیارډ ډالر وراضافه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام