که څه هم په هېواد کې د ډېرو ښځو لپاره د کار او زدهکړو فرصتونه محدود شوي، انټرنېټ د دوی د ورځني ژوند یو مهم او نه جلاکېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
د «سلاموطندار» له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کابل، غزني، کاپیسا، بغلان، لغمان، پنجشېر او پروان کې له ۲۵ ښځو سره شوې مرکې ښيي چې دوی انټرنېټ تر ډېره د زدهکړو، اړیکو ساتلو او معلوماتو ته د لاسرسي لپاره کاروي.
د دې سروې له مخې، له ۲۵ ښځو څخه یوازې ۷ یې، وايي چې د انټرنېټ د لګښت په ورکړه کې ستونزه نهلري؛ خو پاتې ۱۸ بیا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د انټرنېټ لګښت ورته دروند تمامېږي. د دغو ښځو میاشتنی لګښت د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي چې په ټولو مواردو کې د کورنۍ سرپرستان «لکه پلار، ورور او یا خاوند» دا لګښتونه پر غاړه لري.
راپور دا هم ښيي چې د انټرنېټ کارونه د کورنیو لهخوا تر څار لاندې وي. ځینې ښځې وايي چې د کارونې له امله تر پوښتنو لاندې راځي او ورته محدودیتونه ټاکل کېږي، خو ځینې نورې بیا له نسبي ازادۍ برخمنې دي.
مروه نوري چې ۱۷کلنه ده او په کابل کې ژوند کوي، وايي چې انټرنېټ د هغې د زدهکړو لپاره حیاتي دی، خو د لګښت د نهلرلو له امله پر کورنۍ متکي ده. هغې وویل: «زه انلاین درسونه وایم او له خپلو ملګرو سره هم اړیکه ساتم. خو ځکه چې د انټرنېټ لګښت مې پلار ورکوي، نو له محدودیتونو سره مخ یم.»
همداراز ۱۷کلنه منیژه د غزني اوسېدونکې ده، وايي چې د انټرنېټ بیه لوړه ده او ژر پای ته رسېږي. هغې زیاته کړه: «انټرنېټ د درسونو او معلوماتو لپاره کاروم، خو کله چې کورنۍ یې لګښت ورکوي، نو محدودیتونه لګوي او کله ناکله پرې خپه کېږي.»
یوشمېر نورې ښځې بیا وايي چې انټرنېټ د دوی لپاره د زدهکړو ترڅنګ د انلاین کاروبارونو د پیل یوه مهمه وسیله ده. ۱۸کلنه زینب له کابل او ۲۵کلنه حسنا له لغمان څخه وایي چې دوی هڅه کوي د انټرنېټ له لارې خپل مهارتونه لوړ کړي او عاید ترلاسه کړي.
زینب وايي: «د انټرنېټ لګښت مې خور ورکوي. کوم محدودیت نه لرم، خو مور مې څارنه کوي او راته وايي چې لږ انټرنېټ وکاروه. ځکه چې آنلاین درسونه وایم، د کورنۍ له نورو غړو ډېر انټرنېټ کاروم.»
حسنا زیاتوي: «زما د انټرنېټ ډېره کارونه د کار او تدریس پورې تړلې ده. ځکه چې ډېری کارونه مې د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي، نو مصرف مې لوړ دی او کله ناکله کورنۍ پرې شکایت کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۱۹کلنه مریم د پروان اوسېدونکې ده. هغه وايي: «زه له انټرنېټ څخه د زدهکړې او د قرآن کریم د حفظ لپاره استفاده کوم. د انټرنېټ لګښت مې پلار ورکوي. زه تر ډېره له واټساپ څخه کار اخلم، خو د کور نارینه غړي بیا د ساعتتېرۍ لپاره انټرنېټ کاروي.»
۲۰کلنه رخسار د کابل اوسېدونکې ده، وايي: «زه د تدریس لپاره انټرنېټ کاروم او لګښت یې خپله ورکوم. ځکه چې ډېری وخت په تدریس بوخته یم، نو زما د انټرنېټ مصرف د کورنۍ د نارینهوو په پرتله ډېر دی.»
د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د مېرمنو له لوري د انټرنېټ کارونه یوه مهمه اړتیا ده او ټینګار کوي چې د زدهکړو او کار د محدودیتونو له امله، انټرنېټ کولی شي، د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي. دوی له حکومته غواړي چې د انټرنېټ بیې راکمې کړي او لاسرسی ورته اسانه کړي.
د ښځو د حقونو فعاله سوریا یوسفي وايي: «باید ټولو ښځو ته ډیجیټلي سواد برابر شي او انټرنېټ ته لاسرسی د هېواد په ټولو سیمو کې ممکن او اسانه شي. اوس مهال د ښځو لپاره د کار او زدهکړې فرصتونه محدود دي، نو آنلاین زدهکړې او کار ډېر ګټور دي. په کابل او لویو ښارونو کې ښځې انټرنېټ کاروي، خو په کلیو کې لا هم دې اسانتیا ته لاسرسی کم دی. له بنسټونو غواړو چې په کلیوالو سیمو کې هم انټرنېټ برابر کړي او بیې یې راکمې کړي.»
د ټکنالوژۍ د برخې کارپوهان په دې باور دي چې د انټرنېټ د بیو د راکمولو او په ټول هېواد کې د برابر لاسرسي د برابرولو لپاره، حکومت باید مخابراتي بنسټونه پراخ کړي او د فایبر نوري شبکې ته وده ورکړي.
د ټکنالوژۍ کارپوه قریب رین وايي: «په افغانستان کې انټرنېټ ځکه ګران دی چې سرچینه یې په خپله هېواد کې نشته، خو بیا هم باید هڅه وشي چې بیې راکمې شي، ځکه د لوړو بیو اغېز تر ټولو ډېر پر زیانمنو قشرونو، لکه ښځو، پرېوځي.»
بلخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي چې هڅه کوي په ټول هېواد کې د انټرنېټ یو شان او باکیفیته خدمات وړاندې کړي. د دوی په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ۷ میلیونه نوي کاروونکي د انټرنېټ شبکو ته ورزیات شوي دي.
د دې وزارت ویاند عنایتالله الکوزي وايي: «وزارت هڅه کړې چې انټرنېټي خدمات د افغانستان ټولو سیمو ته ورسوي. اوس مهال شاوخوا ۲۹ میلیونه کاروونکي شته چې په فعاله توګه له انټرنېټ او مخابراتي خدماتو استفاده کوي.»
انټرنېټ د افغان ښځو لپاره نه یوازې د زدهکړې او کار وسیله ده، بلکې د ورځني ژوند یوه مهمه اړتیا هم ګرځېدلې ده. دا وسیله ښځو ته د ټولنیز حضور، معلوماتو ته د لاسرسي او انلاین زدهکړو زمینه برابروي.
که څه هم د انټرنېټ د لګښتونو د ورکړې لپاره پر کورنۍ تکیه د دوی کارونه تر یوه بریده محدودوي او مدیریت کوي، خو بیا هم ښځې هڅه کوي چې د پلان او انلاین فعالیتونو له لارې له دې محدودیتونو څخه تېرې شي او خپلې موخې تعقیب کړي.