Asset 1SWN

حوثي ډلې د اسراییلو مرکزي سیمې پر توغندیو وېشتلي

Brigadier_General_Yahya_Saree

د یمن حوثیانو ډله وايي چې د لومړي ځل لپاره یې، د اسراییلو مرکزي سیمې پر توغندیو وېشتلې دي.

د یادې ډلې د پوځ ویاند یحیی سرېع ویلي، پر اسراییلو داسې توغندی توغولی چې ۱۱ نیمو دقیقو کې یې، ۲۰۴۰ کیلومټره مزل وهلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسراییلو ویلي چې دغه بالېستیک توغندی په یوې شاړه سیمه کې لګېدلی او چاته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلو کې نن سهار وختي د اسراییلو پلازمېنې تل‌ابیب او مرکزي سیمو کې د خبرداري زنګونه وهل شوي وو.

په ورته مهال د حوثیانو د پوځ ویاند همداراز ویلي چې دغه توغندی یې، له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه پر اسراییلو توغولی دی.

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی حوثي‌ ډلې وخت ناوخت پر اسراییلو توغندي وروېشتې دي.

سرېع وویل: «لکه څنګه چې موږ د اکتوبر اوومې برید لومړۍ کلیزې ته نږدې کېږو او پر حدیده ښار د برید په ځواب کې اسراییل باید نورو بریدونو ته په تمه واوسي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د حوثيانو یوه چارواکي ویلي چې د شلو توغندیو له وېشتلو وروسته، دغه توغندی اسراییلو ته ورورسېدلی او په وینا یې، دا یې، پیل دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام