Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې بې‌وزله کورنۍ: د سون توکي نشو پېرلی

IMG-20250108-WA0012

د پکتيا مرکز ګردېز ښار او اړوند سيمو کې بې‌وزله کورنۍ وايي، د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بیو لوړوالي له امله نشي کولی چې د سون توکي واخلي او خپل کورونه پرې ګرم وساتي.

دوی له مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې په روان ژمي کې دې ورسره د سون او نورو توکو مرستې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صاحب ګل چې د مرکز ګردېز ښار اړوند د «پيرباغ» سيمه کې په يو کرايه کور کې ژوند کوي وايي، د بېوزلي له امله یې د سون توکي نه‌دي اخيستي او د يخني له امله يې ماشومان په سينه وبغل ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وويل سلام‌وطندار ته وویل: «زه اوس په دې کور کې چې يم دا هم کرايي کور دی. د کرايې د ورکړې وس نلرم، د نهه مياشتو د کور کرايه را باندې اوښتې، زما د کور لمسيان يا ماشومان ټول تاسو وليدل چې د يخ له وجې سينه وبغل دي. خو دومره شی نلرم چې اور پرې بل کړم، نو له زياتو مشکلاتو سره مخ يم او دې واورې زيات مشکلات راته جوړ کړل.»

د ګردېز ښار اوسيدونکي نعمت‌الله وويل، بېوزلۍ او سړې هوا ګڼو ستونزو سره مخ کړي او نه‌شي کولی چې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاووې پوره کړي. «زموږ غريبانو سره بايد مرسته وکړي، ځکه ډېر يخ دی او د ژمي سختې ورځې دي، خوراکي توکي بايد وويشي او د لرګيو لپاره بايد نغدي مرستې وکړي.»

د ګردېز یوه بل اوسېدونکي بلال احمد سلام‌وطندار ته وویل: «له مشکلاتو سره خو اکثره لاس او ګريوان يو، تاسو دا سړه هوا هم ويني او دا واړه ماشومان هم ويني خو دومره لرګی نلرو چې موږ يې وسوځوو او بخاری پرې ګرمه کړو، په دې يخو شپو کې وخت تېرو، نو زموږ له حکومت غوښتنه ده چې موږ ته جدي پاملرنه وکړي.»

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب جان اسلاميار وويل، د بې‌وزله کورنيو د لاسنيوي لپاره ولايتي اداره خپلې هڅې کوي. هغه ډاډ څرګند کړ چې د همکارو بنسټونو پر مټ به د بېوزله کورنیو سره د ژمنيو او بشري مرستو برخه کې اړينې مرستې وشي.

هغه وویل: «دا چې پکتيا کې ژمی سوړ وي او هوا ډېره يخه وي نو دلته د خلکو سون توکو ته اړتيا وي.نو په دې برخه کې هڅه شوې هر هغه څوک چې اړتيا ولري د اړمنو سروې شوې ده هغه سيمې، کلي، بانډې او کورونه په نښه شوي دي او وخت په وخت به ورسره مرسته کيږي هغه که سون توکي دي، هغه که خوراکي او پوښاک او لباس برخه کې مرستې ورسره کيږي او دې برخه کې جدي سپارښتنې شوې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پکتیا کې بې‌وزله کورنۍ داسې مهال د سون توکو او نورو مرستو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، روان ژمي کې افغانستان کې تر ۲۰ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام