سره له دې چې د افغانستان په قوانینو او اسلامي شریعت کې ښځو ته د ځمکو د مالکیت حق ورکړل شوی، خو د فاریاب یوشمېر کروندګرې ښځې وایي، په عملي ډول له دې حق څخه بېبرخې پاتې شوي دي.
دوی زیاتوي، که څه هم د کورنیو کرنیزې ځمکې د میراث په توګه ورته پاتې شوي او خپله یې کلونه کلونه د ځمکو په قلبه کولو، تخم شیندلو، اوبولګولو او حاصلاتو راټولولو کې زیار ایستلی، خو د ناسمو دودونو له امله تراوسه د ځمکو رسمي اسناد د هغوی په نوم نه دي ثبت شوي.
۳۸کلنه زرغونه د میمنې ښار اوسېدونکې ده. دا وایي، له کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ په ځمکو کې کار کوي، خو د میراث له حق سره سره د ځمکې سند د هغې د ورور په نوم دی.
هغې وویل: «زه هم په همدې ځمکه کار کوم او د میراث حق لرم، خو سند یې زما د ورور په نوم دی. کله چې میراث وویشل شو، چا دا خبره ونه کړه چې زما په نوم دې هم ثبت شي. تل یې ویل چې ستا برخه همداسې خوندي ده.»
۳۵کلنه شکیلا د میمنې ښار یوه بله اوسېدونکې ده چې ورته ستونزه لري. نوموړې وایي چې که څه هم د پلار له لوري پاتې ځمکو کې برخه لري، خو د پلور او کرايې پرېکړې د کورنۍ نارینه غړي کوي.
هغې وویل: «کلونه مې په دې ځمکو کې کار کړی، خو سند یې زما په نوم نه دی. که کورنۍ مې ملاتړ وکړي، زه هم کولای شم خپله ځمکه په خپل نوم ثبت کړم.»
بلخوا، د بلچراغ ولسوالي ۴۵کلنه بیبي امنه وایي چې د پلار تر مړینې وروسته، کله چې میراث د وروڼو ترمنځ ووېشل شو، هغې ته هېڅ ونهرسېدل.
هغې وویل: «کله چې پلار مې وفات شو، ځمکې د وروڼو ترمنځ ووېشل شوې، خو ماته یې هېڅ را نهکړل. ما هم په همدې ځمکو کې کار کړی، خو ویل کېدل چې ځمکه د نارینه وو ده. تر اوسه نه یم توانېدلې خپل حق ترلاسه کړم.»
هغې زیاته کړه چې څو ځله یې هڅه کړې دا موضوع له خپلې کورنۍ سره شریکه کړي، خو له مخالفت سره مخ شوې او تراوسه یې رسمي شکایت هم نهدی ثبت کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، یوشمېر حقوقپوهان او دیني عالمان ټینګار کوي چې د افغانستان د قوانینو او اسلامي شریعت له مخې ښځې او نارینه دواړه د ځمکې د مالکیت مساوي حق لري.
حقوقپوه محمدعارف نور وایي: «د قانون او شریعت له مخې ښځې د ځمکې د مالکیت حق لري او کولای شي خپل ملکیت په خپل نوم ثبت کړي. په دې برخه کې هېڅ قانوني محدودیت نشته، خو په ځینو مواردو کې ټولنیزې ستونزې د دې حق د عملي کېدو مخه نیسي.»
همدارنګه، یو دیني عالم عبدالله وایي: «په اسلامي شریعت کې ښځې هم د نارینه وو په څېر د مالکیت حق لري او هېڅوک حق نهلري چې هغوی له دې حقه محرومې کړي.»
د فاریاب د امربالمعروف او نهېعن المنکر ریاست مسوولان هم د ښځو د مالکیت پر حق ټینګار کوي او وایي، که د ښځو د میراث حق تر پښو لاندې شي یا یې شتمنۍ په ناقانونه توګه ونیول شي، موضوع به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د دې ریاست یو مسوول صبغتالله وایي: «په اسلامي شریعت کې ښځې د مالکیت بشپړ حق لري او هېڅوک نه شي کولای هغوی له دې حقه محرومې کړي. که شکایت ترلاسه شي، موضوع څېړل کېږي او د حل لپاره یې اقدام کېږي.»
سره له دې، لاهم په ځینو سیمو کې د قانون او ټولنیز واقعیت ترمنځ واټن موجود دی؛ داسې چې دودونه او عنعنات کله ناکله د ښځو د مالکیت د حق پر وړاندې خنډ ګرځي.