Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د هنري اثارو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

exhibition 1

کابل کې د «ستاره‌های متحد» په نوم د هنري اثارو جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون نن دوشنبه، جدي لسمه پای ته ورسېد.

دغه نندارتون کې ۴۰۰ بېلابېل ډوله هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي وو چې تنظیموونکي یې، وايي، دې نندارتون کې ګڼ‌شمېر ښځو او نجونو ګډون کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه نندارتون یوه جوړونکي سیدهاشم نینوا وايي، په دې نندارتون کې ډېری برخه اخیستونکي او هنرمندان هغه ښځې دي چې په وروستیو کلونو کې یې، هنر ته مخه کړې.

هغه وویل: «لومړی هدف مو دا و چې دوی ته ووایو چې موږ تاسو ته ارزښت درکوو. دویم دا چې ټول مسوولان په ځانګړې توګه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا اثار نظر کې ولري، ځوانان او هنرمندان وهڅوي.»

نینوا زیاته کړه چې د دا ډول نندارتونونو جوړول د هنرمندانو د هڅونې ترڅنګ د چارواکو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنري فعالیتونو د ملاتړ او په هېواد کې د هغې د اغېزې په اړه د چارواکو پام هم رااړوي.

د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال چې په نندارتون کې یې خپل هنري اثار نندارې ته کېښودلي، وايي چې له دې هنر سره مینه لري.

د نندارتون ګډونواله شکر رستمي وویل: «غواړم هغه څه چې په ټولنه کې دي او زړه کې مې دي، هغه ته تصویر ورکړم او د تصویر پر ژبه یې ګویا کړم. ځینې خپل احساسات پر ژبه نه‌شي راوړلی، خو په انځورګرۍ سره یې، ښودلی شي.»

د دغه نندارتون یوه بله ګډونواله عزیزه اخلاقي وايي: «موږ د هېواد پر لرغونو اثارو تمرکز لرو، د افغانستان لرغوني ځایونه انځوروو. د ښځو او ژوندیو موجوداتو انځور کښل بند دي، نو اړ یو دا انځورونه رسم کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غونډې ګډونوال وايي، دغه نندارتون د افغان نجونو او مېرمنو هڅې ښيي چې په اوسنيو شرايطو کې د هنر له لارې ځان څرګندوي چې له محدوديتونو سره سره د دا ډول نندارتونونو په جوړېدو سره د هغوى د هنري استعدادونو د څرګندېدو او د ټولنيزې روحيې د پياوړتيا زمينه برابرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام