Asset 1SWN

بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ د «۱۰» غړو ژوند واخیست

سیل در یمگان بدخشان 11

بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز کې د سېلاب له امله د یوې کورنۍ لس غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سېلاب د فیض‌اباد ښار په «مورچک» کلي کې بېګاه شپه «شنبه، غبرګولي پنځمه» راوتلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست اړوند پېښو ته د رسدنې امر محمدکامګار نن سلام‌وطندار ته وویل، تراوسه د یوه کس جسد موندل شوی او د پاتیو نهو کسانو د جسدونو د موندنې هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، تراوسه د بېګاه شپې د راوتلیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېر او معلومات په لاس کې نشته.

کامګار همداراز زیاته کړه چې دوی هڅه کوي، څو د سېلابونو له امله د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو کچه معلومه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې بېګاه شپه د مورچک کلي سربېره، د فیض‌اباد اړوند په دریجاني او چتراق کلیو ترڅنګ، د یاد ولایت په ارګو ولسوالي کې هم سېلابونو مرګ‌ژوبله او خلکو ته مالي زیانونه اړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام