د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې نن پنجشنبه، جدي ۱۳مه د کال د ژمي لومړۍ واوره وشوه.
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د سږني ژمي د لومړنۍ واورې اورښت ته خوښ دي او وایي، د واورې په اورېدو سره به د هوا ککړتیا راکمه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل ښار اوسېدونکي فرید سلاموطندار ته وویل: «همدا چې واوره وري، یو ډول تنوع رامنځته کوي او طبیعت ښکلی کېږي او بل ډول رنګ اخلي، ککړه هوا کمېږي او پاکه هوا رامنځته کېږي.»
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو د سږني ژمي لومړۍ واوره د عکسونو په اخیستلو او د بېلابېلو تفریحي پروګرامونو په جوړولو ولمانځله.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د وړاندوینې لهمخې، د هېواد په څه باندې ۳۰ ولایتونو کې به د واورې او بارانونو ورښت به د راتلونکې اوونۍ تر یکشنبې ورځې دوام وکړي.
بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر کروندګر هم هیله لري چې دغه واوره د هوا د ککړتیا د کمولو ترڅنګ، وچکالي راکمه او هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه کړي.
کاپیسا کې کروندګر سیدسیفالله یوسفي وویل: «د واورې ورښت د مني او هر فصل کښتونو ته ښه دی او هر وخت چې واوره ووري، په ځانګړې توګه تر ځمکې لاندې د اوبو کچې سره مرسته کوي.»
د غزني کروندګر پرویز کشاورز وایي: «کروندګرو او ونو ته واوره ګټه کوي او ډېر خوښ یم چې غزني کې د کال لومړۍ واوره وشوه چې د یاد ولایت د کرنې ودې لامل به شي. طبیعت او کښت ته واوره ګټه کوي او وچکالي لهمنځه وړي او د فقر کچه ورسره ټيټېږي.»
بلخوا یو شمېر اړمنې کورنۍ چې د سون توکو د اخیستلو توان نهلري، له سرپرست حکومته د مرستې غوښتنه کوي. کابل ښار کې اوسېدونکي سيفالرحمن وویل: «همداوس نه کور کې صندلي لرم، نه بخارۍ، له دولت غواړم چې اړمنو سره مرسته وکړي.»
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولان وايي، پلان لري چې ژمي کې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
د یادې ادارې ویاند عبدالله جانان سایق په دې اړه وویل: «طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره د ژمي پیل سره د مرکز په ګډون په ډېری ولایتونو کې د غیرخوراکي توکو مرستې برابرې کړي چې هېوادوال ترې ګټه واخلي او د نړیوالو بنسټونو په همکاري به یې، مرکز او ولایتونو کې د وېش بهیر پیل شي.»
باید وویل شي چې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له موټر چلوونکو غوښتي چې د واورې د اورښت پر مهال ټرافیکي قوانین مراعت کړي.