د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ لومړۍ مشورتي غونډه د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبیکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون کابل کې ترسره شوه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، دا غونډه د سیاسي تعامل د پیاوړتیا، د نوو فرصتونو د موندنې، د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د ډیپلوماتیکې همغږۍ د ټینګښت په موخه جوړه شوې.
«دغه ناسته پر اساسي موخو تمرکز لري چې د اسلامي امارت او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سیاسي خبرې او ډیپلوماتیک همغږي پیاوړې کړي، د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ نوې فرصتونه وپیژني، په سیمهییزه کچه همکارۍ پراخه کړي په اقتصادي محور چوکاټ کې، او د سیمهییزو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړي ترڅو د ثبات او پایدارې ودې پیاوړتیا یقیني شي.»
متقي په دې غونډه کې د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د مرکزي اسیا هېوادونو ځانګړي ځای ته په اشارې سره، د دغو هېوادونو له استازو وغوښتل چې د ورته غونډو دوام یقیني کړي.
هغه همداراز د داعش ډلې ګواښ، د نشهیي توکو قاچاق او پولېاوړې جرمونه د دواړو لورو ګډې امنیتي اندېښنې وبللې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې ټینګار کړی چې د ګډو امنیتي ننګونو او اندېښنو په نظر کې نیولو سره، اړتیا ده چې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ پر یوه همغږي امنیتي تګلارې خبرې وشي.
د یاد وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس، ذاکر جلالي وایي: «د اسلامي امارت له اقتصاد محوره سیاست او چلند څخه په الهام اخیستو، دا هڅې د دې لپاره دي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ پر ګډو فرصتونو، سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري ګډو موخو بحث او مشورې وشي.»
اسلامي امارت هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه به په راتلونکو درېیو تر څلورو کلونو کې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې لوړه شي.