Asset 1SWN

د کابل پغمان کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان مړه او نهه ټپیان دي

GbchlVSbAAAXDJS-1346x757

د کورنیو چارو وزارت اړوند پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس نورالله انصار وايي چې د کابل پغمان ولسوالي اړوند حیدرخان سیمه کې د ګازو وېش شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د روانې اوونۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځ رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «پېښه کې شپږ کسان مړه او نږدې نهه کسان ټپیان دي، ټپیان نهه کسان دي او مالي زیانونه وروستي شوي نه‌دي او سروې لاهم روانه ده، دلته یوازې شرکتونه او سرایونه وو او د اورلګېدنې مخه نیول شوې.»

یاده سیمه کې د اوبلن ګازو د وېش شرکتونو کارکوونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د ګازو یوې زېرمې چاودنې او له امله یې، اورلګېدنې نږدې یو میلیون ډالر زیان اړولی دی.

د یاد شرکت کارکوونکي حمیدالله وویل چې د دې شرکت د ګازو زېرمه کې د شنبې پر ورځ پنځه بجې چاودنه شوې او یوولس ساعته یې، دوام کړی دی.

هغه وویل: «نهه کسانو دې شرکت کې کار کاوه، لامل یې معلوم نه‌دی، چې ولې اورلګېدنه شوې، ذخیره دیوال ته نږدې وه او اول هغې چاودنه کړې او اورلګېدنه شوې؛ د هستوګنې کورونه نږدې نه‌وو، موټرونه هم سوځېدلي، د صابون او سبد جوړولو شرکت ته هم زیان رسېدلی. موږ یو شهید او پنځه ټپیان لرو او له اته تر ۹ زره ډالرو پانګونه مو ټوله له‌منځه تللې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان په کارخونو او د تېلو ټانکونو کې د خوندیتوب لارو چارو ته نه پام، لامل کېږي چې اورلګېدنې رامنځته شي؛ هغه ډول چې تېره شپه غزني کې هم د اورلګېدنې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام