د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی به د تر ټولو زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۵۰زره یورو بشردوستانه مرسته وکړي.
د اروپایي ټولنې نن پنجشنبه، د وري ۶مه راپور ورکړی چې دغه مرسته د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړو د زیاتوالي له امله بې کوره شوي او همدارنګه د تېرکال د زلزلې له امله زیانمن شوي دي.
اروپایي ټولنې ویلي، دغه بودیجه به نږدې ۷۰زره کسان په خوست، کونړ، ننگرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور زیاتوي، د اروپایي ټولنې مرسته به د سرې میاشتې ټولنې له لوري خلکو سره د خوراک، نغدي مرسته او بیړني سرپناه برابرولو کې مرسته وکړي، او همدارنګه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی برابروي.
دغه مرسته د طبیعي پېښو د ځواب ورکولو د اضطراري صندوق (DREF) د فدراسیون د نړیوالې سره میاشت او صلیب سره د اروپایي اتحادیې د شراکت برخه ده.
اروپایي ټولنه وایي، دوی په افغانستان کې یو له تر ټولو لویو مرسته کوونکو څخه دي او په ۲۰۲۵کال کې یې د بشردوستانه مرستو لپاره له ۱۶۱ میلیونو یورو څخه زیات بودیجه ځانګړې کړې ده.