Asset 1SWN

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۴،۶ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې

"EU flags fly in a row in front of the European Commission building in Brussels, Belgium"

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې له لوري له افغانستان سره څلور میلیونه او شپږ سوه زره ډالر مرسته شوې ده.

د دې پروګرام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته به د ملګروملتونو د بشري مرستو د هوایي خدمتونو (UNHAS) د فعالیتونو او د ژغورونکو مرستو د لېږد په ځانګړې توګه د افغانستان لرې پرتو سیمو ت ولګول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: « UNHASهغه واټنونه پوښي چې د ځمکنۍ لارې نه پوره کېږي او مرسته‌کوونکي کسان له اړمنو سره نښلوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ ټولنه شاته پاتې نه شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوړو نړيوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تراوسه د UNHAS له لارې ۱۶۰۰ څخه ډېر پروازونه شوي چې ۱۸ یې د افغانستان دننه او دوه یې له هېواده بهر دي.

دغه بنسټ وايي چې د افغانستان غرنۍ جغرافیا او د ترانسپورتي بنسټونو نشتوالی، ډېر ځله د ځمکنۍ مرستې رسونې چارې ناشونې کوي، نو له همدې امله هوایي لاره یوازینۍ وسیله ده چې د اړتیا وړ مرستې اړمنو خلکو ته پر وخت ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام