د اروپایي ټولنې د افغانستان څانګې د زدهکړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په همکارۍ، د افغانستان د ښوونې برخې ته ۴ میلیون او ۷۰۰ زره یورو ځانګړي کوي.
دغه بنسټ نن شنبه دلوې ۴ / جنوري ۲۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته به افغانستان کې ځوانانو او لويانو ته د سواد زدهکړې او د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.
اروپایي ټولنې د افغانانو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې چې له دغې مرستې به په پنځو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ ځوانان او لويان ګټه واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې، ملګرو ملتونو ویلي چې که څه هم زدهکړه یو بشري حق دی، خو په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د دغه حق په ترلاسه کولو کې له تبعیض او څنګ ته کېدو سره مخ دي.
دې بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د غوره راتلونکې لپاره باید باکیفیته زدهکړې ته پراخ لاسرسی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ۲۰۱۸ کال کې د سولې او پایدار پرمختګ په رامنځته کولو کې د زدهکړې رول نمانځنې په موخه، د جنوري ۲۴مه د زدهکړې نړیواله ورځ ونوموله.