Asset 1SWN

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

GzLFiKhXgAAIv4L

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د یونېسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو له امله پر ماشومانو د ملاتړ خدماتو فشار زیات شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې موخه د «په حرکت کې افغان ماشومان» پروګرام تمویل او هغو ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کول دي چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راګرځي.

د معلوماتو له مخې، یونېسف به په راتلونکو درېوو کلونو کې د بې‌سرپرسته ماشومانو د عاجلو پاملرنو او د شاوخوا ۱۸۰ زره ماشومانو او کورنیو لپاره د ملاتړ په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې بېړنۍ مرستې به د اسلام‌قلعه، میلک، سپین‌بولدک او تورخم په پوله کې برابرې شي او د ټولنې پر بنسټ له اوږدمهالو حل‌لارو سره وتړل شي، څو کورنۍ وکولای شي خپل ژوند بېرته جوړ کړي او د ناامنه کډوالۍ خطر راکم شي.

یونېسف ویلي چې یوازې تېرکال یې په افغانستان کې له خپلو کورنیو بېل شویو ۱۴زره ماشومانو ته مرستې رسولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام