د کاپیسا په الهسای ولسوالي کې د کرېکټ ۱۲ اووره سیالیو په پایلوبه کې د عقابان الهسای لوبډلې «اتحاد چهارقوم الهسای» ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې، خپله کړه.
د کاپیسا د بدني روزنې امر عنایتالله هلال نن دوشنبه، لړم ۱۴مه سلاموطندار ته وویل چې دغه ۱۲ اووره سیالي په الهسای ولسوالي کې پیل شوې وې چې ۲۰ ورځې یې، دوام وکړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په دې سیالیو کې اتو لوبډلو د یوه بل پر وړاندې لوبې وکړې او پایلوبې ته د عقابان الهسای او اتحاد چهارقوم الهسای لوبډلو لاره پیدا کړې وه.
د کاپیسا د بدني روزنې او امر عنایتالله هلال زیاته کړه چې د یادو لوبو له جوړېدو یې، موخه د یو بل منل او ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
د یادو سیالیو یوشمېر لوبغاړو سلاموطندار ته وویل چې دغه ولایت کې د کرېکت لپاره معیاري لوبغالي شتون نهلري او په وینا یې، لوبغاړو څخه دې مادي او معنوي ملاتړ وشي، څو وکولای شي، دې برخه کې ویاړونه ترلاسه کړي.