Asset 1SWN

لغمان کې په ۸ میلیونه ډالرو د شاهي‌کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

سسس

لغمان کې د اته میلیونه ډالرو په لګښت د شاهي کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې نن یکشنبه، وږي ۲۵مه په رسمي توګه پیل شوې.

د یادې سترې اقتصادي پروژې د چارو پیل اړوند مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبدالطیف منصور سربیره، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اوبو او انرژۍ سرپرست مولوي عبدالطیف منصور وویل: «د یاد کانال د لومړي فاز لومړی لاټ چې ۶.۶ کیلو متره اوږدوالی لري، د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د جوړېدو چارې پیل شوې چې ۵ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.»

په ورته مهال د لغمان والي مولوي شیخ شیراحمد حقاني بیا دې مراسمو ته وویل چې له دې پروژې څخه به څارنه کوي او په وینا، یې د کار کیفیت به یې ګوري.

هغه وویل: «شاهي کانال یواځې د لغمان لپاره نه دی، بلکې دا پروژه د ټول مشرقي او هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري، امارت همیش کوشش کوي چې ولس ته په هره برخه کې سهولتونه رامنځته کړي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم دا د اوبو او انرژۍ وزارت لوی کار وباله او وې ویل، له کلونو راهیسې هڅې روانې وې چې د شاهي کانال پروژه پیل شي، خو د انقلابونو او بې غوره حکومتونو له امله دا کار نه کېده.

هغه وویل: «زمونږ منابع محدود دي خو کوښښ کوو چې زیات کار وکړو د لغمان اب و هوا ته په کتلو مو یاد کانال شروع کړ ځکه دلته کرنیزه ځمکه کمه ده غواړو دا ځمکه زیاته کړو او د ټول کانال په جو یدو سره یو لک جریبه ځمکه اباده کړو ددې کانال اوله برخه شپږ اعشاریه شپږ،  دوهمه برخه دیارلس، درېیمه برخه شپږ اعشاریه څلور او څلورمه برخه نهه اعشاریه شپږ.کیلو متره اوږدوالی لري.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لغمان کې یاد کانال چې په افغانستان کې له قوش‌تېپې وروسته دویم لوی کانال دی، په جوړېدو یې پنځوس میلیونه ډالر لګښت راځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام