Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانۍ د یوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

۱۲۱۲۳۳۳۳

د لوګر د مرکز پُل‌علم ښار اړوند د استېناف محکمې د ریاست په انګړ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه جومات د حج او اوقاف وزارت له لوري جوړېږي چې چارې به یې، د راتلونکو څلور میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي. یاد جومات په دوه پوړونو کې جوړېږي چې یو وخت به د ۷ سوه لمونځ‌کوونکو ظرفیت ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرورو جوړې شوې غونډې ته وویل، د پخوا په پرتله دغلته د بیارغونې کارونه چټک شوي او اړتیا ده چې ولس د سرپرست حکومت له ټولو رغنیزو پروژو په کلکه ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د جوماتونو جوړول صدقه ده او اړتیا ده چې د حکومت سربېره ملي سوداګر او بډایه خلک هم جوماتونو ته ودانۍ جوړې کړي.

د لوګر د استېناف محکمې رئیس مولوي شمس الرحمن عزیز هم د دغه جومات د کار چارو پیل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او له اړونده ساختماني شرکت څخه یې غوښتنه وکړه چې یاد جومات ته معیاري ودانۍ جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسه کې د ملي سوداګر حاجي میرزا ګټوازي له لوري د یوه لوي جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې چې له پرانېستې سره وروسته به په یو وخت کې دوه زره لمونځ کوونکو ته اسانیتاوې برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام