د پکتیا ځاځياریوب ولسوالي اړوند «درېخولو» کلینیک کې د ۵۰زر امريکايي ډالرو په لګښت د يوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پکتیا ولايت مقام څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې مرستيال والي انعامالله صلاحالدين د اريوب ولسوالي د درې خولو کلینیک کې د يوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارو پرانيسته وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ويل شوي ياده ودانۍ به درې خونې، دوه دهلیزونه، یوه اشپزخانه او دوه تشنابونه ولري. د يادې ودانۍ لګښت د ناروېژن موسسې له لوري ورکول کېږي. خبرپاڼه زياتوي چې مرستيال والي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لارښونه د ځاځياريوب د خلکو ستونزو رسېدو په موخه د ولسوالي په کچه ګډه کميټه هم جوړه کړه.
یاده کمېټه د عامې روغتیا، پوهنې، کلیو او پراختیا، ټولګټو چارو، مخابراتو برخو کې د خلکو ستونزې او غوښتنې راټولوي او ولايت مقام سره يې، په رسمي ډول شریکوي، څو يې د حل لپاره عملي اقدام وشي.