د کور او ښار جوړونې وزارت لهخوا د ميدانوردګ مرکز ميدانښار کې د ۶۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د مسافروړونکو موټرو لپاره د ترمينال (هډې) د جوړېدو چارې پيل شوې چې زر کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.
په دغه مناسبت جوړه شوې پرانیستغونډه کې د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وويل: «دغه ترمينال د اسلامي امارت يو له اقتصادي پروژو څخه دی، چې په ۳۸ جريبه ځمکه کې جوړيږي، او ټول مالي لګښت يې د اسلامي امارت له انکشافي بودجې ورکول کېږي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي په وينا، ياده پروژه په دوه برخو کې بشپړېږي چې د لومړۍ برخې کار یې د ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت پيل او پاتې به په راتلونکي کې ترسره شي.
د ميدانوردګ والي قاري بختيار معاذ د کور او ښار جوړونې له وزارت مننه وکړه چې یاده اقتصادي پروژه یې دغه ولايت خلکو لپاره پيل کړه.
نوموړي زياته یې کړه چې د دغه ترمينال پر جوړېدو سره به د سوېلي ولايتونو د مسافرو لپاره ډېرې آساتياوې رامنځته شي.
د پلېکېدونکي شرکت مسوول انجینیر عبيد سلاموطندار ته وويل، دغه ترمينال چې د ۲۰۰ موټرونو د درېدو ظرفيت لري او ۱۰۰۰ کسانو ته به د کار کولو زمينه برابره کړي چې په ۹ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.