Asset 1SWN

سلام وطندار

ټېک‌ټاک په امریکا کې خپل فعالیت ځنډوي

gettyimages-1073256686-scaled

سرچینې واي چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه ټېک‌ټاک ټولنیزه رسنۍ په امریکا کې خپل فعالیت وځنډوي.

د چین ټېک‌ټاک دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کارونکي لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴کال جنورۍ کې داسې قانون لاسلیک کړ چې د ټېک‌ټاک جوړونکي شرکت بایت‌ډنس باید خپله امریکايي شتمني د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۱۹مې وپلوري، ګنې دغه هېواد کې به یې، فعالیت وتړل شي.

ټېک‌ټاک تېره اوونۍ محکمې ته ویلي، که پرې بندیز ولګول شي، د ۱۷۰ میلیونه کارونکو څخه به یو پر درېیمه برخه له لاسه ورکړي.

د یاد قانون له مخې به امریکا کې په ای‌فون موبایلونو او ګوګل کې د ټېک‌ټاک نوي راښکته کول «ډانلوډ» بند وي او پخواني کارونکي به ټېک‌ټاک کارولی شي.

قانون کې دا هم ویل شوي چې ټېک‌ټاک باید خپلو کارونکو ته داسې لارې چارې جوړې کړي چې دوی وکولای شي، له ټېک‌ټاک اکونټ خپل شخصي معلومات یا ډېټا راښکته کړل شي.

امریکا وايي چې دغه قانون یې، د خپل ملي امنیت خوندیتوب لپاره کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټېک‌ټاک په امریکا کې شاوخوا ۷۰۰۰ کارکوونکي لري او ژمنه یې کړې، که بندیز پرې ولګول شي، خپلو کارکوونکو ته به معاشونه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام