Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې په يو ميليون ډالر د قلمونو بسته‌بندۍ کارخونې په فعاليت پيل وکړ

received_498439833227302

د ميدان‌وردګ په مرکز ميدان ښار کې د یوه شخصي پانګوال په هڅو د یو ميلیون امريکايي ډالرو په ارزښت د «بیک» قلمونو کار خونې په فعاليت پيل وکړ.

د دغې کار خونې د پيل پر مهال د یاد ولایت صنعت او سوداګرۍ خوني رییس انجینیر محمدخان ځواک وویل، سرپرست حکومت هېواد کې د پانګوالو د اسانتياوو برابرولو لپاره ژمن دی او تل هڅه کوي، څو دغه شان کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، دغه ډول کارخونې کولای شي، هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد کړي او ترڅنګ یي اقتصادي ستونزي راکمېدلی شي.

د کارخونې مشر حاجي خيال محمد وویل، په راتلوونکي کې نور پلانونه لري، څو د بیک قلمونو تولید ترڅنګ نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل، دغه کار خونه یي په مرکز ميدان ښار کې د يو میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړه کړې چې اوس مهال ۲۰ کارګرو ته په‌کې د کار زمينه برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام