Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې

16be2fbb-0747-4f56-8a07-2a62d4da8b30

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او روزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په دغه سیالیو کې د ولایت په کچه د والېبال ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، یادو سیالیو چې درې ورځې دوام وکړ د «اتحاد ګلنګار» په نوم د والېبال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.

نعیم‌زي زیاته کړه له یادو سیالیو له جوړیدو څخه یې موخه د والېبال ورزش ته وده ورکول، د وزرشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه همغږۍ رامنځته کول وو.

د والېیال یوه لوبغاړي کریم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د ژمي جام په نوم د والېبال سیالیو جوړیدو څخه خوښ ده او ټینګار کوي چې ورته سیالۍ دې د ولایتونو په کچه جوړې شي.

هغه وایي یادې سیالۍ کولای شي چې د والېبال لوبغاړو ترمنځ تجربې او اړیکې پياوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د والېبال سیالۍ جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام