د افغانستان بانک مسوولان وايي چې نن «چهارشنبه، مرغومې ۱۹مه» «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړل.
د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره یې، نن چهارشنبه«۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې وه چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي و چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.