د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې سبا له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد یا ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي.
له پولیو د پاک افغانستان یا (Polio Free Afghanistan) پروګرام نن یکشنبه د تلې ۳۰مه پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې دغه کمپاین به سبا دوشنبه د لړم لومړۍ نېټه په ۱۴ ولایتونو کې پیل کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پروګرام لیکلي چې دغه کمپاین به د کابل په ګډون په تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، پروان، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل شي.
له پولیو د پاک افغانستان یا (Polio Free Afghanistan) پروګرام له کورنیو غوښتنه کړې چې د پولیو مخنیوي لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.
په ورته مهال دغه بنسټ ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین به د یاد ولایتونو په ځانګړو شویو سیمو کې پیل شي.
The #polio vaccination campaign will kick off tomorrow (Monday, 23 October 2023) in the areas highlighted in blue on the map. Let’s vaccinate all children under 5 to eradicate polio from our country. #WorldPolioDay #EndPolio #VaccinesWork pic.twitter.com/1NfHZOrENi
— Polio Free Afghanistan (@PolioFreeAfghan) October 22, 2023
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو څېړنو پر مهال په افغانستان کې د چاپېریالي پولیو ۳۲ پېښې ثبت کړې وې.
د یادونې وړ ده چې روان کال د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.