Asset 1SWN

د کرنې پراختیا وجهي صندوق د مشارکت او مضاربت خدمتونه پیل کړل

Development-fund-qtgpg70esuuwdv9nyyvt4vdx9ly5vwrfoqdsasumx4

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دامهال کروندګر، مالدران او د کرنې په برخه کې فعاله خصوصي سکتور کولای شي، له ۱۰ زرو تر سل زرو افغانیو پورې مالي مرستې ترلاسه کړي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې د کرنې پراختیا وجهي صندوق د مشارکت او مضاربت د مالي خدماتو د پرانیستې مراسمو کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وایي، د کرنې د پراختیا وجهي صندوق سږکال د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ لپاره دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي. «دا یو ښه فرصت دی چې هر کروندګر په هره اندازه مالي اړتیا ته په کتو د دې مرستندویه صندوق له لارې یې ترلاسه کولای شي.»

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق مسوولان وایي، خصوصي سکتور کولی شي د مشارکت او مضاربت له مالي خدماتو  په استفادې د کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د یاد صندوق رییس عبدالغفور غفاري وايي: «د دغو دوو محصولو له تصویب وروسته ټول خصوصي شرکتونه او صنعت‌کاران چې د پروسس، بسته‌بندۍ او ساتنې په برخو کې فعال دي، کولای شي زموږ له مرکزي او ولایتي دفترونو سره اړیکه ونیسي او خپل مضاربت وړاندې کړي،؛ تر پلټنو وروسته به لازم اقدامات وشي.»

په همدې حال کې د کرنې وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم عثماني له خصوصي سکتوره غواړي چې د هېواد د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي. «افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ۸۰سلنه خلک پر کرنه بوخت دي. دنده مو دا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو او له مالدارانو او کروندګرو ملاتړ وکړو. پراختیايي صندوق د مشارکت او مضاربت خدمتونو وړاندې کولو سره کروندګر او مال‌لرونکو ته ډېر شغلي فرصتونه رامنځته کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د شمېرو له‌مخې، تېر کال بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور د مرابحې او وکالت له لارې له دغه صندوق څخه یو میلیارد او ۳ سوه میلیون افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام