Asset 1SWN

سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوشمېر موسسو له استازیو سره کتلي

دیدار-نورجلال-جلالی-با-مسئولان-شماری-از-مؤسسه_ها-r0uxjy7l09uetl7b7m4fwti56m243219lkfdwirb7s

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوشمېر نړیوالو موسسو او سازمانو له استازیو سره کتلي دي.

یاد وزارت نن شنبه، سلواغې ۱۳مه، پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست نورجلال جلالي د «Save the Children ،World Vision ،IMC او CRS» بنسټونو له استازیو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپانه کې ویل شوي چې دې لیدنه کې د هېواد لروپرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د مور او ماشومان روغتیايي خدمتونو ته ډېر پام، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونه او په اغېزمنه توګه د روغتیايي خدمتونو پلي‌کولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې لیدنه کې خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه ټينګار کړی او د یادو موسسو له استازیو یې، غوښتنه کړې چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر په سمه توګه پلی کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دغه لیدنه کې د یادو موسسو استازیو ډاډ ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ به، خلکو ته باکیفیته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام