Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ۴۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

e1a51fcc-8747-4495-99dc-f6b20db2e80a

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د ۴۰ کېلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

معاذ وویل، دغه سړک د ټولګټو چارو ریاست له لوري د جغتو ولسوالي له مقام څخه چک ولسوالي پورې ۱۸ کېلومټره بیارغول کېږي او د جغتو ولسوالي څخه د غزني رشیدانو ولسوالي پورې ۲۲ کېلومټره سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې.

د میدان‌وردګ والي زیاته کړه،  جغتو ولسوالي اوسېدونکي د یادې لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او د دغه سړک له بیارغونې سره سم به د یادې ولسوالي د اوسېدونکو سونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د جغتو ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د یاد سړک د بیارغونې چارې پیل شوې، خو ټینګار کوي چې د جغتو ولسوالي پوهنې، کرنې او روغتیا دې لازیاته پاملرنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام