د برازیل فوټبال ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نیمار وايي چې د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام کې به د وروستي ځل لپاره ولوبېږي.
د نوموړي په وینا، ډاډه دی چې برازیل به د شمالي امریکا په کېدونکي نړیوال فوټبال جام کې پایلوبې ته ورسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نیمار دا مهال د سعودي عربستان فوټبال لیګ کې له الحلال لوبډلې سره لوبېږي.
۳۲کلن نیمار چې له تېر یوه کال راهیسې د برازیل لپاره سیالي نهده کړې، سياېناېن سره مرکې ویلي: «زه پوهېږم چې دا به زما وروستی نړیوال جام وي او وروستي ځل لپاره به ولوبېږم، دا زما وروستی چانس دی او هر څه مې چې په وس پوره کوي، کوم به یې.»
نیمار داسې مهال له ملي لوبډلې سره د مخې ښه خبره کوي چې سوېلي امریکا څخه د فوټبال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو کې برازیل له ستونزو سره مخ دی.
برازیل د لسو هېوادونو په ډله کې پنځم ځای لري او لا یې هم لوبې پاتې دي. د یادو لسو هېوادونو له ډلې، شپږ هغه به یې، له سوېليامریکا نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.
نوموړي همداراز د لارموندنې سیالیو په تړاو دې مرکه کې ویلي چې برازیلۍ لوبډله ځوانانه ده او په وینا یې، «اوس چې کوم ځای کې یوو، نهباید داسې شوي وای.»
هغه زیاته کړه: « زه فکر کوم چې یوځای به موږ ډېر څه ترلاسه کړو، موږ کلونه کلونه لرو چې سم کار وکړو او نړیوال جام ته ورسېږو.»
د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام به د امریکا، مکسیکو او کاناډا هېوادونو په کوربهتوب ترسره شي.