Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۱۱زره خرواره لرګیو ته د لېږد او پلور اجازه ورکړل شوه

465707496_1094723292658046_6649427211680516129_n

لوګر کې چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالي ولسونو ته لس ورځې اجازه ورکړل شوه چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو امر نصرالدین بهیج سلام‌وطندار ته وویل، د ولایت په کچه ازرې ولسوالي ته په دې تړاو یو پلاوی لېږل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یاد پلاوي له څارنې او د ولسونو له غوښتنې سره سم د ازرې ولسوالي اوسېدونکو ته د شاوخوا ۱۱زره خرواره لرګیو د پلور او لېږد اجازه ورکړل شوه.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، یاد لرګي به یوازې پل‌علم ښار ته د پلور لپاره وړاندې کېږي، څو راتلوونکې ژمي کې د خلکو اړتیا پرې پوره شي.

بهیج وویل، په یادو لرګیو کې د ځنګلونو پرې کولو په اړه تضمین اخیستل شوی او که څوک سرغړونه وکړي، قانون ته به وسپارل شي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د ژمې له رارسېدو وړاندې د لوګر اوسېدونکو غوښتنې ومنل شوې او راتلوونکې ژمي لپاره د لرګیو د لېږد او پلور اجازه ورکړل شوه.

هغه وویل چې دا مهال دغه ولایت کې د سون لپاره د لرګیو بیې له ۸زره افغانیو نیولې تر ۱۴زره افغانیو لوړې شوې او که د ازرې ولسوالي دغه لرګي بازار ته ورسېږي، د سون لرګیو بیې به هم د پام وړ راښکته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه‌وې چې لوګر کې هم د افغانستان د نورو ولایتونو په شان د ا.ا له لوري د ځنګلونو د وهلو او لېږد باندې په کلکه بندیز لګول شوی دی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام