Asset 1SWN

تسلا او سامسونګ د ۱۶ میلیارډ ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

Untitled

د موټر جوړونې امریکايي شرکت تسلا او د سوېلي‌کوریا تخنیکي شرکت سامسونګ الکترونیکس ترمنځ د ۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو ارزښت یو ستر سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې، سامسونګ به تسلا ته پرمختللي چپونه تولیدوي، چې د دې شرکت په برښنايي او له موټرچلوونکي پرته موټرونو کې به وکارول شي.

دا چپونه به د 4nm  ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شي چې ډېر چټک، اغېزناک او د مصنوعي ځیرکتیا (AI)  لپاره مناسب دي.

د سامسونګ یوه ویاند ویلي: «دا تړون د موټرو د صنعت په ډیجیټلي‌کېدو کې یو ستر پرمختګ دی او موږ ویاړو چې د تسلا لپاره به چپونه تولیدوو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د تسلا له لوري دا هوکړه د پرمختللي ټکنالوژۍ د ثابتو منابعو د خوندي کولو یوه مهمه برخه بلل شوې ده.

کارپوهان وايي، دا تړون به سامسونګ ته دا فرصت ورکړي چې د تایوان شرکت TSMC سره د چپونو په بازار کې سیالي نوره هم زیاته کړي.

 دغه راز تسلا به له دې لارې له چین بهر یو باوري چپ عرضه کوونکی ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام