Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره کړکېچ؛ لا هم د ستونزې د حل څرک نه‌لیدل کیږي

پاکستان سره کړکېچ؛ لا هم د ستونزې د حل څرک نه‌لیدل کیږي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو څه باندې یوه میاشت تېریږي، خو د کړکېچ پایته رسولو لپاره لا هم روښانه لیدلوری نه تر سترګو کېږي.

د تېرې شاوخوا یوې میاشتې پرمهال د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو او جګړو، د امنیتي اندېښنو ترڅنګ، اقتصادي اندېښنې هم زیاتې کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، پاکستان سره ـ چې یو مهم سیمه‌ییز لوبغاړی بلل کېږي ـ د اسلامي امارت ترینګلې اړیکې‌ ـ کولی شي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي او د اړیکو د پراختیا بهیر ورو کړي.

سیاسي شنونکی جنت فهیم چکري وایي: «هر څومره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه راکم شي، په هماغه اندازه به د افغانستان ګټه زیاته وي. موږ له اقتصادي پلوه زیانونه لیدلي او له سیاسي پلوه هم د لا زیات انزوا پر لور ځو، او هېوادونه پر موږ خپل باور نور هم کموي.»

اقتصادي شنونکي هم باور لري چې د پاکستان سره د کړکېچ دوام به، د افغانستان اقتصادي فرصتونه لا محدود کړي.

د دوی په وینا، افغانستان د سیمې په لویو پروژو لکه ترانزیټ او انرژۍ کې د اغېزمن رول لپاره، له خپلو ګاونډیو ـ په ځانګړي ډول پاکستان ـ سره باثباته اړیکو ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکی عبدالظهور مدبر وایي، که سیاسي مسایل تر دې زیات پر اقتصادي اړیکو سیوری وغوړوي، نو پایلې به یې زیان‌اړونکي وي.

«پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې پخوا مو ورسره نږدې دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره راکړه ورکړه لرله او زموږ ډېره سوداګري هم له همدې هېواد سره وه چې دا ډېر ارزانه او ګټوره تمامېده. خو کله چې سیاسي ستونزې او د تګ‌راتګ لارې خنډ شي او بندې پاتې شي، طبیعي ده چې د توکو نېټه تېرېږي او دا کار منفي پایلې لري، هم سوداګرو ته زیان رسوي او هم پر کورنیو اغېز کوي.»

سره له دې، د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د دایمي اوربند لپاره نړیوالې غوښتنې هم زیاتې شوې.

په تازه مورد کې، د د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمیګ‌بایف ویلي، که د ښکېلو لورو سیاسي اراده موجوده وي، دا سازمان کولی شي د دواړو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان د دواړو لورو ترمنځ پرمختګونه له نږدې څاري او غړي هېوادونه یې کولی شي د شته میکانېزمونو له لارې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل‌لارې د هڅولو لپاره اقدام وکړي.

«که ښکېل لوري د دې سازمان له میکانېزمونو ګټه اخیستل مناسب وبولي، غړي هېوادونه چمتو دي چې د کړکېچ د کمولو لپاره دا امکان وڅېړي. خو اساسي شرط د دواړو لورو سیاسي اراده او د رغنده خبرو لپاره ریښتینی لېوالتیا ده.»

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي همداراز ټینګار کړی چې تراوسه نه له اسلام‌آباد او نه هم له کابل څخه د منځګړیتوب رسمي غوښتنه شوې، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان او د هغه د شاوخوا سیمې ثبات، د پراخې سیمې د امنیت لپاره ډېر مهم دی.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو سره، تر دې وړاندې روسیې، چین او قطر هم د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام