Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین کې پر یوه روغتون د برید له امله لس کسان وژل شوي

Firefighters work at a site of a hospital hit by a Russian kamikaze drone, amid Russia's attack on Ukraine, in Sumy, Ukraine September 28, 2024. Press service of the State Emergency Service of Ukraine/Handout via REUTERS

اوکرایني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې پر یوه روغتون د روسیې د بریدونو له امله لس کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، د بالیني‌سنټ پانتلیمون روغتون باندې د «ځانمرګو بې‌پېلوټه» بریدونه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برید له امله د روغتون ټول ناروغان نورو روغتونونو ته لېږدول شوي او د ټپیانو له ډلې، د پنځو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې پر یاد روغتون د برید پرمهال روغتون کې ۸۶ ناروغان او ۳۸ روغتیايي کارکوونکو شتون درلود.

اوکراین وايي، د روان کال د اګسټ له شپږمې تر دې مهاله د شمال‌ختیځ د سومي ښار په اړوند سیمو کې د بریدونو له امله ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سومي ښار د روسیې له پولې یوازې ۳۲ کیلومتره (۲۰‌میله) لرې پروت دی او روسي ځواکونو چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید پیل کړ، دغه ښار یې، د بې‌پیلوټه الوتکو او لارښود بمونو تر بریدونه لاندې ونیوو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام