په هرات کې چارواکي وايي چې د ټرافیکي پېښې له امله لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې پېښه نن یکشنبه، لېندۍ ۲مه نېټه، د هرات–کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
پېښه کې یو ۴۰۲ ډوله مسافروړونکی موټر له پلانکوچ ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د امنیې قومنداني ویاند، غلامنبي نبيزاده، وايي چې په دې پېښه کې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د ورته پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو له لوري د موټرو ګړندی تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او بېاحتیاطي بلل کېږي.