Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتیکا اومنه ولسوالي کې په لومړي ځل مخابراتي خدمتونه پيل شول

زسسزسې

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن «شنبه، زمري ۲۶مه» په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د لسمې پروژې دویم لاټ کې په اومنه ولسوالي کې په لومړي ځل مخابراتي خدمتونه پيل شول.

خبرپاڼه زياتوي چې په ياده ولسوالي کې له تېرو دوو لسيزو راهيسې هېڅ ډول مخابراتي شبکه نه‌وه فعاله شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده ولسوالي کې په لومړي ځل د سلام مخابراتي شرکت له‌خوا يو انتن نصب او فعالیت يې پيل کړې چې تر يوه بریده به د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې خلکو ستونزې هوارې شي.

د يادونې وړ ده چي څو ورځې وړاندې هم په نکه، زيړوک او ارګون ولسوالي درې سیمه کې په لومړي ځل مخابراتي انتنونه نصب شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام