Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت مخابراتي سایټونه جوړ شوي

مخابراتي-سایت- ستنه-پایه

 د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم په بابوس او بره‌کي برک ولسوالي په پنده سیمه کې دوه مخابراتي سايټونه پرانېستل شول.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز پل‌علم کې د اټوما مخابراتي او انټرنټې شرکت او په بره‌کي‌برک ولسوالي کې د روشن مخابراتي او انټرنټي شرکت له لوري د شاوخوا دوه سوه زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت پرانېستل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، د یادو سایټونو له پرانېستې سره زرګونه کورنۍ له مخابراتي او انټرنټي خدماتو برخمن شول.

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالي کې د مخابراتو نوي سایټونه پرانېستل شوي، خو دوي ټینګار کوي چې  لوګر په لرو پرتو ولسوالیو ازرې او خروار کې هم ورته مخابراتي فعالیتونه پراخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام